ازبکستان یو ځل بیا له افغان سولې پروسې ملاتړ وکړ

ازبکستان یو ځل بیا له افغان سولې پروسې ملاتړ وکړ


  • 3 کاله دمخه (15/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1082

 

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره وکتل.

د ملي امنیت شورا د مطبوعاتي دفتر په خبر پاڼه کې راغلي چې حمدالله محب په دې لیدنه کې له عصمت الله ارګاشیف سره د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیت د نښلولو پر پروژو بحث وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ازبکستان یو ځل بیا د افغانستان د سولې له پروسې څخه د ملاتړ ژمنه وکړه.