د لوګر په مرکز او محمداغې ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ۲۰۳ تندر قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو نن د مرکز اړوند ده دوشنبې په سیمه کې پر افغان ځواکونو وسله وال برید کړی خو یاد برید یې په شا تمبول شوی.
د خبرپاڼې له مخې په دغه نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی خو یو وسله وال طالب پکې وژل شوی او یو میل وسله او موټرسایکل یې افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي.
بل لورته د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ وایي چې تیره ورځ د محمداغې ولسوالۍ په واغجان بازار کې یو وسله وال طالب هغه مهال ووژل شول کله یې چې غوښتل پر امنیتي ځواکونو چریکي برید وکړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.