له شاوخوا دوه نیم میاشتیني ځنډ وروسته په دوحه کې د افغان سولې پر سر د مرکچي پلاوي په خبرو کې ځنډ یو وار بیا سولې ته د افغانانو نیم ژوندې هیلې ورژولې.
د پنځه زره طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته تمه دا وه، چې دواړه لوري به د خبرو په موده کې یو مناسب حل ته ورسېږي، خو د متشددو پیغامونو تبادلې او دداړو لوریو کلک دریځۍ پر دغو خبرو یو ژور منفي اغیز درلود.
دوه نیم میاشتیني بې پایلې مذاکرات دا ښیي، چې لاهم سولې ته د رسېدو په لار کې ښه پرېمانه خنډونه پراته دي، چې هوارول به یې کافي وخت ونیسي.
که څه هم طمعه وه او ټینګار کېده ، چې د مذاکراتو له پیلېدو سره جوخت د دواړو لوریو ترمنځ اوربند هم رامتځته شي، خو دا هم یو خیال ثابت شو، جګړه ورځ نه بلې ته شدت پیدا کوي او د مرګ ژوبلې ګراف مخ پورته روان دی.
اوس چې دواړو لوریو د سولې د مذاکراتو له مېز څخه رخصت کړی، څه پېښېدونکي دي؟
ددې پوښتنې ځواب که څه هم واضح دی، چې د سولې د خبرو پر وخت هم جګړې شدت موندلی وه او تر دې وروسته به هم شدیده وي، ځکه افغان حکومت سولې ته د دومره انعطاف ثمره د طالب له ادرسه تر لاسه نه کړه، له بلې خوا یې دجینوا کنفرانس د غړو هېوادونو مرستې جلب کړې او سولې ته یې د خپل حسن نیت د ښودلو مظاهره په ښه شکل وکړه، ځکه د مرسته کوونکو هېوادونو ډېر فوکس په سوله و. اوس چې افغان حکومت دا مرستې هم ترلاسه کړې، له اوږدو مذاکراتو هم ستړي ښکاري او طالب هم هره ورځ د پرمختګ په حال کې دی، نو حتمي ده، چې له یوې خوا به د سولې بل پړاو خبرو ته امادګي نیسي او له بلې خوا به جګړه تېزوي، تر څو ځان د جګړې په ډګر کې بر لاسی وښیي.
بل پلو، طالب بیا فکر کوي، چې افغان حکومت ورته یواځې پاتې شوی او د دوی په باور هغه لاسونه چې پخوا له افغان حکومت سره د جګړو میدان ته غځېدل اوس لنډ شوي.
امریکا سره له هوکړې وروسته طالب لوری د فتحې احساس کوي او دغه ډله افغان حکومت سره په دې موخه سیاسي جریان ته داخله شوې، ترڅو یا د فتحې په شکل راشي او یاهم سیاسي مشارکت په داسې شکل وکړي، چې ددوی پکې ډیره برخه وي.
اوس چې د سولې خبرې ځنډېدلي لاهم د طالب او دولت دریځونه هماغه ډول دي. طالب لاهم اوربند ته غاړه نه ږدي او افغان حکومت د پنځه زره طالب بندیانو په خوشې کېدو سره خپل د قوت دا ټکی له لاسه ورکړی.د طالب لیکو سره د افغان حکومت له بنده د خوشې شویو بندیانو ډیره برخه بیا یو ځای شوه او روانه جګړه نوره هم د تېزېدو په لور رهۍ شوه او په دې سره د سولې لپاره لګېدلي شنه څراغونه وار په وار تت شول.
اوس یوې رښتینې سولې ته د رسېدو لپاره باید افغان حکومت، طالب د بل د نوکر پر ځای خپل ورور وګڼي او تېرې اتلس کلنې ناخوالې دې یواځې پر همدوی نه ور تپي.
طالب ته پکار ده، چې له شف، شف راووځي، خپله خبره دې خپله وکړي، دافغان حکومت لخوا دې د اوربند هرکلی وکړي. په افغانستان کې دې د سولې راتلونکي پړاو خبرو لپاره د افغان حکومت غوښتنه په ورین تندي ومني. د سولې لپاره رامنځته شوی لوی فرصت دې نه ضایع کوي، ګني تاریخ به یې د روان او راتلونکي ناورین اصلي لامل یاد کړي.
دواړه ډلې دې خپلې شریکې ګټې او شریک دښمن وپېژني، د یو با وقاره او منلي افغانستان لپاره دې لاسونه یو کړي ترڅو؛
دا کاڼي لالونه شي او دا بوټي لونګ شي!