ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره پر افغان سوله او په دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې.
ولسمشرۍ مانۍ وایي، په دې ناسته کې دواړو لوریو د سولې پروسې، د تاوتریخوالي پای ته رسولو پر اړتیا، اوربند او کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو د مرستو پر غوره انسجام خبرې وکړې.
ارګ وایي، په ناسته کې دواړو لوریو د روان تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او ولسمشر غني ویلي چې نړیواله ټولنه باید د تاوتریخوالي ختمولو په خاطر زموږ د خلکو د برحقه غوښتنې هر اړخیز ملاتړ وکړي.