ولسمشر غني له عمران خان سره ټیلفوني خبرې وکړې

ولسمشر غني له عمران خان سره ټیلفوني خبرې وکړې


  • 4 کاله دمخه (17/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1115

 

ولسمشر غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان تازه په یوه تلیفوني مکالمه کې په سیمه او افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني په دې تلیفوني مکالمه کې په هېواد کې د تاوتریخوالي ډېرېدل او وروستۍ جګړې د جدي اندېښنې وړ بللې دي او له پاکستان یې غوښتي چې دلته د اوربند په تامین کې همکاري وکړي.

د پاکستان صدراعظم هم وروستی تاوتریخوالی خواشینوونکی بللی دی او له افغان ولسمشر سره یې ژمنه کړه چې په ټول توان به په افغانستان کې د اوربند د تامین لپاره هڅه کوي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې طالب پلاوی همدا اوس په اسلام اباد کې دی او پاکستاني چارواکي وایي چې افغان سوله ددې بحثونو او لیدنو موضوع ده.