ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني د امریکا د پوځ له لوی درستیز جنرال مارک میلي سره لیدنه کړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي په دې لیدنه کې دواړو خواو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
ولسمشرۍ ماڼۍ دغه راز وايي چې جنرال میلي له افغان ځواکونو د امریکا له دوامدار ملاتړ څخه ډاډ ورکړ او د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند پر رامنځته کیدو یې ټینګار وکړ.