هیواد کې د کرونا وبا ۲۳۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.

هیواد کې د کرونا وبا ۲۳۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.


  • 3 کاله دمخه (17/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1341

 

 

افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوي.

عامي روغتیا وزارت خبر ورکوي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د کرونا ویروس ۲۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوي.ددغه وزارت په خبره په همدې موده کې له یاد ویروسه ۳۸ تنه رغیدلي او ۱۵ هغو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

روغتیا وزارت پر خلکو غږ کوي تر څو د کرونا ویروس د مخنیو لپاره روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.