جرمني کندز کې د وژل شویو ملکیانو کورنۍ ته خساره نه ورکوي

جرمني کندز کې د وژل شویو ملکیانو کورنۍ ته خساره نه ورکوي


  • 3 کاله دمخه (17/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1200

 

جرمني وایي په کندز ولایت کې د الماني ځواکونو لخوا په هوایي برید کې د وژل شویو کسانو کورنۍ ته د خسارې جبران نه ورکوي.

د جرمني د اساسي قانون محکمې د چهارشنبې په ورځ پريکړه کړې، چي د نړيوالو حقونو له مخي به د کندز د قربانيانو خپلوان د خسارې هيڅ ډول مستقيم جبران تر لاسه نه کړي، ځکه په وینا یې دا د المان هیواد له ملي قوانینو سره مطابقت نه لري.

خو د افغانستان د بشري حقونو نړیوال سازمان وایي، د نړیوالو قوانینو پر اساس، المان باید د ملکي افغانانو د وژل کېدو له امله د هغوي کورنیو ته جبران خساره ورکړي او د دې په څیر د نورو ورته پېښو عاملین هم باید مجازات شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۰۹میلادي کال په سپټمبر مياشت کي د الماني ځواکونو لخوا کندز ته نږدې د تيلو پر دوه ټانکرونو هوايي بريد کي شاوخوا سل ملکي کسان ووژل شول.