امرالله صالح وایي افغانستان هیڅ وخت د امریکایي ځواکونو د پاتې کیدو غوښتونکی نه دی.

امرالله صالح وایي افغانستان هیڅ وخت د امریکایي ځواکونو د پاتې کیدو غوښتونکی نه دی.


  • 3 کاله دمخه (18/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1272

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي، افغانستان هیڅ کله د امریکایي ځواکونو د پاتې کیدو غوښتنه نه ده کړې. هغه پرون له ولسمشر غنی سره کندهار ته په سفر کې د ۲۰۵ اتل قول اردو غونډې ته په وینا کې ویلي، چې اوس مهال افغان ځواکونه پر ځان بسیا شوي او ۹۶ سلنه عملیات خپله کوي. نوموړي د ځواکونو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، چې په څو کلونو کې په بې ساري ډول د امریکایي ځواکونو شمیر راکمیدل دا ښیي، چې اوس مهال افغان ځواکونه د سیمې په کچه تر ټولو قوي ځواکونه دي.

تیره ورځ ولسمشر غني د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللی وه، چې له بیلابیلو خلکو سره یې وکتل.