اسټرالیا په لومړۍ ټیسټ لوبه کې هند ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.

اسټرالیا په لومړۍ ټیسټ لوبه کې هند ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.


  • 9 مياشتي دمخه (19/12/2020)
  • خالد سهار
  • 485

‎اسټرالیا په لومړۍ ټیسټ لوبه کې هند ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه. د یادې لوبې ټاس هند وګاټه او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، هند په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۴ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې اسټرالیا په ۱۹۱ منډو وسوځېده، دوهمه پاڼۍ د هند بیټینګ لاین ته په کتو حیرانونکې وه، هندۍ لوبډلې د اسټرالیا د تیزو توپ اچونکو پر وړاندې مقاومت ونشو کړای او ټوله لوبډله یې په ۳۶ منډو وسوځېده چې د اسټرالیا لوبډلې ته یې د ۹۰ منډو کم هدف مخ ته کېښود. اسټرالیا یاد هدف په اسانۍ سره د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او هند ته يې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې په اته ویکټو ماتې ورکړه.‎