ولسمشر غني د افغان دولت مذاکراتي ټيم سره کتلي دي.
د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي، دغه لیدنه نن په ارګ کې ترسره شوې او ولسمشر غني د مذاکراتي پلاوي راپور اوریدلی دی.
په ورته مهال ولسمشر غني مذاکراتي پلاوي سره د سولې په اړه د افغان حکومت لید لوری هم شریک کړی دی.