د افغانستان او اسټراليا ترمنځ ټېسټ لوبه راتلونکي کال نومبر میاشت کې ترسره کېږي.
افغان کرکټ بورډ وایي، چې د افغانستان او اسټراليا ترمنځ ټېسټ لوبه چې په روان کال کې د کرونا له کبله ځنډېدلې وه، د نومبر په میاشت کې به ترسره شي. که څه هم کرکټ بورډ دقیقه نېټه نه ده ښودلې خو ویلي یې دي، چې د راتلونکي ٢٠٢١ کال د نومبر په مياشت کې به د اسټرالیا په کوربه توب ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان تر دې دمه ۴ ټېسټ لوبې ترسره کړي دي او په دوه لوبو کې یې بیا بریا خپله کړې ده.