په کابل ښار کې د نننۍ چاودنې له امله ۸ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

په کابل ښار کې د نننۍ چاودنې له امله ۸ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.


  • 4 کاله دمخه (20/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1148

د کورنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې وایي، چې نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې نننۍ چاودنې ۸ تنه عام وګړي وژلي دي او څه باندې ۱۵ تنه یې ژوبل کړي دي.

 

د دغې پېښې په ټپیانو کې ماشومان، ښځې او سپینږیري هم شامل دي او ویل کېږي چې د پېښې موخه د ولسي جرګې غړی خان محمد وردګ و، چې د نومړي په ګډون ۱۵ تنو په شاوخوا کې ټپیان شوي دي.

 

دغه راز وزارت وایي، چې د مرګ ژوبلې یاد شوې شمېرې د بدلون وړ دي.

 

وزارت زیاتوي، چې په دې وروستیو کې د بریدونو له امله ۵۰۰ تنه ملکي وکړي وژل شوي دي او څه باندې ۱۰۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.