پکتیا کې د یوې ښځې په ګډون ۲ تنه وژل شوي

پکتیا کې د یوې ښځې په ګډون ۲ تنه وژل شوي


  • 9 مياشتي دمخه (20/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 267

د پکتيا ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د ګردېز اړوند په مهلن سيمه کې د نامعلومو کسانو له خوا دوه سړي او يوه ښځه وژل شوي دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند حيات الله نظامي وایي، چې دا کسان په يوه کرولا موټر کې پر ډزو ویشتل شوي.

 هغه وايي، که څه هم د پېښې لامل نه دی معلوم، خو په خبره يې تر ډېره ګومان کېږي چې دا پېښه د ناموسي مسايلو له امله رامنځته شوې وي.

نوموړی زياتوي چې تر اوسه د وژل شوو کسانو هويت او دا چې د کوم ځای اوسېدونکي دي، نه دی معلوم شوی.