سیما سمر له خپلې دندې ګوښه شوه

سیما سمر له خپلې دندې ګوښه شوه


  • 3 کاله دمخه (20/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1183

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر له دندې ګوښه شوې او د وزارت تشکیلات لغوه شوي دي.

سیما سمر ویلي له دندې څخه د ګوښه کېدو په تړاو له دې وړاندې څه نه دي ورته ویل شوي، خو نن یې په رسمي ډول د ګوښه کېدو خبر تر لاسه کړی دی.

سیما سمر چې څو کاله یې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ریاست پر غاړه درلود، له څه مودې را په دې خوا یې د بشري حقونو په چارو کې د دولت د وزیرې په توګه دنده ترسره کوله