ولسمشر محمد اشرف غني وايي طالبان دې د خلکو پر وړاندې له نا مشروع جګړې لاس واخلي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر غني په کابل، لوګر، بلخ، ننګرهار، هلمند او سمنګان ولایتونو کې وروستي بریدونه او چاودنې غندلي او ویلي یې دي چې طالبان دې د ولس پر وړاندې له نامشروع جګړې او د عامه تاسیساتو له ویجاړولو لاس واخلي.
غني وايي، طالبان دې د دایمي اوربند او تلپاتې سولې لپاره د ولس، حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه ومني.
ولسمشر دغه راز وایي، په عامه تاسیساتو او ملکي اهدافو بریدونه د سولې روان بهیر، فرصتونه او د هیوادوالو هیلې زیانمنولی شي.