لوګر کې  ۸ وسله وال طالبان ووژل شول

لوګر کې ۸ وسله وال طالبان ووژل شول


  • 2 کاله دمخه (21/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 568

لوګر کې ۸ وسله وال طالبان ووژل شول.

د ۲۰۳ تندر قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونه ددغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال طالبان وژلي او ۶ نور ټپيان شوي.

د خبرپاڼې له مخې په وژل شویو جنګیالیو کې ۲ تنه چچنیایي وګړي هم شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ددغو عملیاتو پر مهال د وسله والو دوه کشفي او استخباراتي الوتکې هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.