ښوونيزبنسټونه دريمه برخه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شمس خوستى
  • 979

ښوونيزپرانسيپونه
ښوونيزپرانيسپونه هغه لارې چارې دي چې له مخې يې زده كوونكي له
رغنده اومعقولوكړوړوسره اشناكيږي اوپه علمي ډول خپل اودټولنې دكړو وړوڅرنګوالى درك كوي .
هغه ښوونيزپرانسيپونه چې تراوسه پدې اړه ښودل شوي په لاندې ډول دي .
۱: دخبروكولوپرانسيپ
۲ : دهڅولو(تشويقي) پرانسيپ
۳: جګ لاسي (اجباري ) پرانسيپ
غواړو پرهريوۀ يې په جلاتوګه رڼاواچوو .
دخبروكولوپرانسيپ
بې لدې چې نوموړي پرانسيپ ته سريزه وركړو،غواړوپه اړه يې هغه څه چې زموږپه انداړين دي ووايو .
ښوونكى بايد له زده كوونكيوسره په نرمه ژبه وغږيږي ،زده كوونكي په ډېرپام اوځيركۍ سره پدې وپوهوي چې دوى لوى خلك دي ،دلوست په اوږدوكې ورڅخه نظروغواړي ،دبېلګې په ډول ،ښوونكى دلوست له ښوونې وروسته يوتن زده كوونكي ته ووايي : پلانيه داسې نده ؟ ، همدارازدلوست په اوږدوكې بل يوتن ته ووايي : پدې اړه ستا نظرڅه دى ؟ اوداسې نور . . .
پدې ډول زده كوونكي پرځان باوري كيږي ،ځان لوى ګڼي ، فكري تمركزيې پرځاى كيږي او دبل وخت لپاره په بېځايه خبرو او كړنو شرميږي . . .
كله چې يوزده كوونكى پدې پوهـ شي چې ښوونكى يې لوى ګڼي نودزده كوونكي ستونزه لري كيږي اولوست ورته په زړه پورې وي ، سالم رقابت ته هڅيږي اوداسې نورې مثبتې پايلې رامنځته كيږي .
زده كوونكيوته په درنده اودلوى په سترګه كتل ددوى دپوهنيزې سويې په لوړاوي ،دفكري ځواك په پياوړتيااوكړو وړوكې مرسته كوي اوپه اخلاقي څرنګوالي يې مثبت اغېزكوي .

دهڅولو(تشويقي) پرانسيپ
هڅوونه هغه كړنه ده چې دډېروپوهانولخواستايل شوې،په تجربو ثابته شوې اوترشايې ډېرګټې پټې دي .
هڅوونه زده كوونكي ته ديوقلم ،كتابچې اونوروشيانووركړه ، دشاباس،ډېرښه ،ته ډېرښه هلك يې،ښه ذهن لرې اوداسې نورو ښو خبروپه كولوسره كيږي ، كه په ټولګي كې يوتن زده كوونكى ديوشي په وركړه ووياړل شي نوپه ټولوزده كوونكيومثبت اغېزكوي ،سالم رقابت رامنځته كوي اوهرزده كوونكى كوښښ كوي چې دى هم دهغې زده كوونكي غوندې دښوونكي لخواپه مادي ياماناوي تحفو ووياړل شي،چې وياړل شوي دي .
دغه پرانسيپ ددسپلين اواخلاقوپه سمون كې ستر رول لري ،ياني ښوونكى دښواخلاقولرونكي زده كوونكي وياړي اودنوروزده كوونكيوپروړاندې يې ستاينه كوي چې داكارپرزده كوونكى مثبت اغېزكوي اوزده كوونكي زيارباسي چې پخپلوكړو وړوكې مثبت بدلون راولي ترڅودنوروهغوغوندى وستايل شي . . .
يوښوونكى كولاى شي له بېلابېلولاروخپل زده كوونكي ووياړي ،لكه دزده كوونكيواوټولګيوالوترمخ ستاينه ،دښوونځي ادارې ته په ښه خوى ورپېژندنه ،تقديرنامې،تحسين نامې ،دنقدي اوجنسي مكافاتو وركول اوداسې نوركارونه كولاى شي دښوونځي زده كوونكيوپه دسپلين كې ستربدلون راولي .

جګ لاسي (اجباري ) پرانسيپ
ډېرخلك به فكروكړي چې دغه پرانسيپ به ښه اغېز نلري اويا به داسې فكروكړي چې دغه پرانسيپ يوه ناوړه په زور اوجبرولاړه تګ لاره ده ، خوداسې نده ،اجبارياجګ لاس پدې ماناندى چې ګني زده كوونكي دې ووهل شي ،زړه ماتوونكي خبرې دې ورته وشي اويادې سپك او توهين شي ،دغه پرانسيپ پخپل ځاى كې يوه وړ اومناسبه تګلاره ده اوهغه مهال كارول كيږي چې نورې ټولې لارې وتړل شي اويوازينى دغه تګلاره (جګ لاسى پرانسيپ) پاتې كيږ ي چې بايدكارترې واخيستل شي ،البته ددې پرانسيپ په پلي كولوكې بايد له ډېرپام ،حوصلې اوځيركۍ څخه كارواخيستل شي ، ياني دتوهين، سپكاوي ،وهلواوټكولوڅخه بايدتروسې وسې ډډه وشي ،ځكه چې دغه ډول كارونه پرزده كوونكيومنفي اغېزكوي ،له زده كوونكيوسره عقده ،دكسات اخيستنې خوى ،ناوړه سلوك ،اونورملګري كوي،كه چېرې يو ښوونكۍ ددې پرانسيپ په عملي كولوكې له پولو ووځي نوښايي زده كوونكي يې نه يوازې دكورنۍاوښوونځي بلكې دكلي اوټولنې لپاره په تاوان تمام شي .
لدې تګ لار ې څخه په ډېرهنراوپام دښوونځي دادارې په مشوره سره په ځانګړيووختونوكې كاراخيستل كيږي اودشونتياترپولوبايدپه غير مستقيم ډول وكارول شي ،ياني دلويواوپوهوزده كوونكيو،يابل تجربه لرونكي ښوونكي په مرسته وپوهول شي ،كه لدې خبره واوښته بيادې ديادوشويوكسانوپه مرسته له سزاووېرول شي،اوكه خبره له غېر مستقيم كارڅخه هم ووته نوبيادې توصيه اواخطاروركړل شي ،دروان له مخې دې يې خويونه وڅيړل شي ،دكورنۍ له مشرانوسره دې يې اړيكي ونيول شي،دزده كوونكي دناستې ولاړې ملګري دې وپېژندل شي ،كه كيدوني وه له خپلوانودې يې مرسته وغوښتل شي . . .
له دې هرڅه وروسته دې يې په اړه دښوونكيومجلس راوغوښتل شي اودموضوع په څرنګوالي دې نظريات وړاندې كړل شي اوبحث دې پرې وشي ،دټولووروستيوشونتياووتربريده دې يې له ښوونځي دشړلوله كارڅخه ډډه وشي .
پوهيږوچې جګ لاسى پرانسيپ دزده كوونكي داصلاح لپاره كارول كيږي نه دبېځايه ويرولو،سپكوولواوترخپل اغېزلاندې دراوستلوپه موخه .
ځني ښوونكي فكركوي چې پرزده كوونكيودوېرې اوډاراچولوله مخې ددوى اغېزډېريږي اوپدې سره دوى يوډول لوړوالى حس كوي ،لدې امله زده كوونكي وېروي،سپكوي اووهي يې اوهمداراز د ازموينې پرمهال قصداٌ كمې نمرې وركوي ،دزده كوونكيو له سويې لوړسوالونه جوړوي ،اوزده كوونكي په يونايوډول له ستونزوسره مخ كوي،دغوډول ښوونكيوته ښوونكي نشووېلاى ،ځكه چې داد ښوونكي لپاره منلي تګلاره نده اودې حديث شريف سره اړخ نه لګوي ، ژباړه (( زه ښوونكى راليږل شوى يم )) ځكه چې محمد[ص] له هره اړخه يونيك خويه،دنرم چلند،دښو،منليواوغوره اخلاقو خاوندؤ، نوښوونكى بايددپه ريښتين ډول ديوښوونكي خويونه ولري داځكه چې ښوونكى دى .
ظالمانه چلنددزده كوونكيوزړه زخمي كوي،روان ته يې تاوان رسوي ،له زده كړې يې زړه توروي اوهمدارازپه راتلونكي كې دښوونكي خويونه خپلوي اوپه همغه تګلاره روانيږي .
داټول هغه څه دي چې دزده كوونكيودخويونو،اخلاقواودسپلين پر څرنګوالي نېغ اغېزكوي ،نولدې امله بايديادشوي پرانسيپونه په وړ اومنليوځايونواوپه اړينووختونوكې وكارول شي ترڅوخپل رسالت موپه ښه ډول ترسره كړى اوټولنې ته مونيك اوپوهـ وګړي وړاندې كړي وي .
ديادوشويوپرانسيپونوترڅنګ يوشمېرنورې لارې چارې هم شته چې دزده كوونكيوپراخلاقي څرنګوالي نېغ اغېزكوي ،دهغوله غونډڅخه يوه اړينه لاره دټولګي فذيكي څرنګوالي ته پاملرنه ده چې په لاندې ډول پرې ګړيږو .