کابل کې د چاودنې له امله ۵ ډاکټران ووژل شول

کابل کې د چاودنې له امله ۵ ډاکټران ووژل شول


  • 3 کاله دمخه (22/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1179

 

د کابل ښار نننۍ چاودنه په څرخي پله زندان کې د مؤظفو ډاکترانو پر موټر شوې چې له امله یې پنځه ډاکتران وژل شوي دي.

 د کابل استقلال روغتون مسوولانو تایید کړې، چې له چاودنې وروسته پنځه جسدونه او درې ټپیان ور وړل شوي چې ډيری يې ډاکتران دي.

دغه چاودنه نن سهار د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند دوغ اباد سیمه کې پر یو کرولا ډوله موټر شوې ده.

په کابل ښار کې په وروستیو کې دغه راز چاودنې په بې ساري ډول زیاتې شوي چې قربانیان یې عام وګړي دی.