د فاریاب والي وایي وسله والو طالبانو د یاد ولایت دولت اباد ولسوالۍ بازار کې موټر بم چاودنه کړې چې له امله یې عامو خلکو ته زیانونه اوښتي دي.
نوموړی وایي، دغه موټر بم چاودنه د ملکي خلکو کورونو ته نږدې شوې، چې له امله یې په سیمه کې د خلکو کورونه تخریب شوي او خلکو ته ځاني او مالي زیانونه هم اوښتي دي.
طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.