د چهاردې ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو

د چهاردې ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو


  • 3 کاله دمخه (22/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1183

 

د کندز د چهار درې ولسوالۍ امنیه قومندان له وسله والو طالبانو سره په نښته کې ووژل شو.

یوې امنیتي سرچینې تایید کړې چې د کندز ولایت د چهار درې ولسوالۍ امینه قوماندان احمد عمر صالح له وسله والو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی دی.

دغه امنیتي سرچینه زیاتوي، چې نښته تېره شپه په چهار درې ولسوالۍ کې شوې او د احمد عمر صالح درې ملګري هم پکې وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.