له ۱۹ کاله تېریدو وروسته لا هم د موقت حکومت هڅې کیږي.

له ۱۹ کاله تېریدو وروسته لا هم د موقت حکومت هڅې کیږي.


  • 4 کاله دمخه (22/12/2020)
  • 1226

د حامد کرزي موقت حکومت ۱۹ کلن شو؛ خوبیا هم د موقت حکومت هڅې کیږي!

جاوېد مسرور

 

نن د ډیسمبر ۲۲ ده، ۱۹ کاله وړاندې (۲۰۰۱ م ) ټیک په همدې ورځ افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ موقت حکومت رامنځته شو.

چې موقته دوره ختمه شوه، بیا حامد کرزی دوه ځلې د ټاکنو له لارې واک ته ورسېد او د لسو کلونو لپاره د افغانستان ولسمشر پاتې شو.

د ښاغلي کرزي د موقتي دوررې پر مهال حالات سخت ستونزمن ول، تازه د طالبانو رژیم

ریم ړنګ شوی و او افغانان ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان ول.

که څه هم د نړیوالو مخ افغانستان ته اوښتی و، خو ظرفیت ټيټ و، سیسټم ویجاړ و، د خلکو علمي سویه چندان معیاري نه وه، افغانستان په یو حال او نړۍ په بل حال مخ پر وړاندې روانه وه.

زورواکي اوج ته رسیدلې وه، انارشي عامه وه، غرونه او ښارونه له زورواکو ډک ول، خلک په خپل برخلیک نه پوهیدل؛ خو هیلې یې لرلې، چې یو وخت به حالات سم شي، ژوند به برابر شي، سرونه به مو خوندي شي، زورواکي به ختمه شي او موږ به له انساني حقونو څخه برخمن شو.

کرزی یوازې و، ستونزې ډيرې وې، غوښتنې له اندازې وتې وې او هر سړی په خپل سر مشر او قوماندان و.

حامد کرزي حالات لږ سم کړل، چاته یې څوکۍ ورکړې، څوک یې په پیسو چپ کړل، څوک یې په رتبو ونازول او بعضې یې بیرون واستول، چې ښه ژوند  وکړي.

کرزي پلونه  ورغول، ښوونځي یې جوړ کړل، د پوهنتونونو د بنسټ ډبرې یې کېښودې، روغتونونه یې اباد کړل، ولسواکۍ تطبیق لپاره یې خواري وکړه، سړکونه یې جوړ کړل، ادارې یې ورغولې، ولایتونو ته یې تشکیلات برابر کړل، والیان او قوماندانان یې مقرر کړل، د پوځ جوړولو خواري یې پیل کړه، بهرنۍ اړیکې یې ورغولې، د خلکو پام یې افغانستان ته واړوه او نسبي حالات یې نورمال کړل.

پخواني ولسمشر کرزي دوه دورې منتخب حکومت وکړ، بیا یې ولسواکۍ ته د درناوي په موخه په سوله یز شکل د ټاکنو له لارې د هېواد اوسني ولسمشر محمد اشرف غني ته واک پریښود او دا دی د ښاغلي غني دوهمه دوره حکومت روان دی.

د کرزي په وخت کې د طالبانو تحریک او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خپلو جګړو ته زور ورکړ، حکومتي تاسیسات یې په نښه کړل، د حکومت طرفداران یې ووژل، بهرنیو سرتیرو باندې یې بریدونه وکړل، عامه نظم یې خراب کړ او خلک یې له ګڼو ستونزو سره لاس اوګریوان کړل.

حامد کرزي هم د اوسني حکومت په څېر د سولې ور خلاص کړ، مخالفوته یې د سولې بلنې ورکړې، خو څوک یې په خبره نه شول، کرزی د سولې له خبرو نهیلی شو.

ولسمشر غني چې لوړه وکړه، نو سم له وارې یې د سولې خبرې ګرمې کړې، حکمتیار او طالب مشرانو ته یې د سولې پیغامونه ولیږل، ټول مخالفین یې سولې ته دعوت کړل او د جنګ پر ځای یې د سولې سیاست غور کړ.

که څه هم خلک اوسنی حکومت د سولې په برخه کې دوه مخی بولې، مګر بیا هم موږ ولیدل، چې ښاغلی حکمتیار د سولې لار خپله کړه او د ولسمشر غني په حکومت کې افغانستان ته راغی او سولې ته یې لومړیتوب ورکړ.

  

 

د افغانستان دولت د سولې راوستلو په برخه کې بیا هم هلې  ځلې وکړې، خواري یې وکړه، ترڅو طالبان اوربند اعلان کړي او په افغانستان کې سوله راشي.

مګر طالبان له افغان حکومت څخه مخکې شول او له امریکا سره یې د سولې توافق لاسلیک کړ، چې د افغان حکومت استازو په کې برخه نه لرل.

د طالب مشرانو او امریکا ترمنځ د سولې د تړون یو لنډکی خبر:

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر له‌خوا لاسلیک شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

روېټرز خبري اژانس د طالب چارواکو په حواله ویلي چې د دوی ۳۱ کسیز هیئت هم دغو مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلی دی.

دوی دا نه‌دي ویلي چې دا هیئت‌یې له کومه ځایه دوحې ته تللی، خو د طالبانو ډېر مشران د پاکستان په کوټه او پېښور کې مېشت دي.

همدارنګه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي لا دمخه په دوحه کې دي چې نن به له امریکايي لوري سره دا تړون لاسلیک کړي.

که څه د دواړو لورو ترمنځ د لاسلیک کېدونکي تړون جزئیات څرګند نه‌دي، خو چارواکي وایي له مخې به‌یې په لنډ وخت کې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر شااوخوا اته زرو ته راکم شي او طالب لوری به امریکا ته ډاډ ورکوي چې تر واک لاندې سیمو څخه به‌یې پر امریکا او متحدانو بریدونه نه‌کېږي.

 

ددې تړون له لاسلیک وروسته افغان حکومت سره اندیښنې پیدا شوې وې، چې غیر له امریکا او طالبانو بل چا ورته ځواب نه شو ویلی.

د تړون متن له طالبانو او امریکا پرته نورو ښکیلو غاړو ته څرګند نه و، همدا وجه وه، چې یو شمېر هېوادونه او سیاسي حلقې د سولې پروسې ته په فکر کې شول او دې برخې ته یې خپله پاملرنه زیاته کړه.

اوس د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په دوحه کې روانې وې، چې د لنډ وخت لپاره دریدلي او بیا به له نوو هیلو سره پیل شي.

د سولې په خبرو کې یو ځل بیا د موقت حکومت خبرې کیږي، خو دې خبرو د ګڼو خلکو اندېښنې راپارولې دي.

خلک وایي که بیا موقت حکومت اعلان شي، موږ به بیا ۲۰۰۱ کال ته ستانه شو، هر څه به له صفر څخه پیل شي او ډیر فرصت طلبه هېوادونه او سیاسي حلقې به په کې خپل اهداف ترلاسه کړي.

افغان حکومت په ګڼومجالسو کې ویلي دي، چې نړیوالو د سولې په خبرو کې د افغان حکومت ننګه کوي او دا هرڅه له موقت حکومت څخه قربانوي.

دغه راز افغان چارواکي وایي، چې طالبان ممکن د افغان حکومت یوه برخه شي او په ګډه به روان حکومت مخته بیایي.

خو طالبانو تر اوسه څه شي نه دي ویلي او دا خبرې له وخته مخکې ګڼي، طالبان وایي، چې دې خبرو ته یې د راتلونکو خبرو په اجنډاو  کې ځای ورکړی او هلته به هرڅه روښانه شي.

که طالبان د سولې له لارې افغانستان ته راشي، د افغان حکومت یوه برخه شي او یا  اینده ټاکنو کې ځانونه نوماند کړي، دا به له دې غوره وي، چې موقت حکومت اعلان شي.

خامخا دا روان حکومت مشکلات لري، ددې مشکلاتو د حل لپاره ملي وحدت ته اړتیا ده، که د مشکلاتو دحل پر ځای موقت حکومت ته لاړشو، زموږ فرصت طلبه دښمنان به بریالي او ددې وطن اصلي مالکان به له ناکامۍ سره مخ شي.