د ټولګټو وزارت لپاره درې تنه مرستیالانو د ولسمشر د حکم په اساس پر کار پیل وکړ.

د ټولګټو وزارت لپاره درې تنه مرستیالانو د ولسمشر د حکم په اساس پر کار پیل وکړ.


  • 4 کاله دمخه (22/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1181

د ټولګټو وزارت لپاره درې تنه مرستیالانو د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د حکم له مخې په کار پیل وکړ.

 

د ټولګټو وزارت وایي، چې درې تنو مرستیالانو د ولسمشر د حکم په اساس پر کار پیل وکړ، دغه درې تنه مرستیالان هر یو انجینر عبدالقیوم ځاځی د تخنیکي مرستیال په توګه، انجینر پاینده محمد انوري د سړکونو د ساتنې او څارنې د مرستیال په توګه او محمد حامد محبي د مالي او اداري مرستیال په توګه دې وزارت ته ور وپېژندل شول.

 

د یادونې وړ ده، چې دغه وزارت په پلان کې لري چې په لومړي پړاو کې پر ملي لارو په دویم کې پر ولایتي او په درېیم قدم کې د ولسوالیو پر لارو تمرکز وکړي او ډېر تمرکز به د هغو سیمو پر سړکونو وشي چې وړاندې له پامه لوېدلي وو.