طالبان د مصلحت پر اساس پاکستان کې میشت دي

طالبان د مصلحت پر اساس پاکستان کې میشت دي


  • 3 کاله دمخه (22/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1122

 

د طالبانو د تحریک سیاسي مرستیال ملا برادر وایي، د مشرتابه ټول غړي یې د مصلحت پر اساس په پاکستان کې مېشت دي.

ملاعبدالغني برادر چې پاکستان ته په یو رسمي سفر تللی په کراچۍ ښار کې د هغو طالب جنګیالیو پوښتنې ته ورغلی چې په افغان جګړه کې ټپيان شوي او ویلي یې دي، سره له دې چې ټول پوهیږي پاکستان څه ورسره کړي، خو بیا هم دوی مجبور دي چې پاکستان ته ورشي.

ملابرادر خپلو جنګیالیو ته ډاډ ورکړی، چې د سولې په مذاکراتو کې به یې په قربانیو معامله نه کیږي او په قطر کې ترسره کېدونکي مذاکراتو هره موضوع له مشرتابه سره شریکیږي او وروسته پرې بحث کیږي.