تاجکستان له افغان سولې پروسې ملاتړ وکړ

تاجکستان له افغان سولې پروسې ملاتړ وکړ


  • 4 کاله دمخه (22/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1152

 

د مصالحې عالي شورا رئیس وایي د تاجکستان ولسمشر له افغان سولې پروسې ملاتړ کړی.

عبدالله عبدالله وایي، چې امام علي رحمان افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه بللې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره له روانو هڅو بشپړ ملاتړ کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئيس له رحمان سره تر لیدنې وروسته خبري غونډې ته ویلي، افغان لوري د تاجکستان له ولسمشر غوښتي څو د سولې برخه کې خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.

امام علي رحمان ویلي چې دوی له افغانستان سره تاریخي، فرهنګي او دیني اړیکې لري او په خبره یې، افغانستان، تاجکستان او ټوله سیمه ترهګرۍ اغېزمنه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې افغانستان کې سوله او ثبات د سیمه ییز اتصال لپاره غوره زمینه برابرولی شي.