دادغم له پاسه غم دي

دادغم له پاسه غم دي


  • 1 مياشت دمخه (22/12/2020)
  • حبيب الله غمخور
  • 74

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دخواخوږی پيغام 

سويډن / دمالمو ښار 

په ډېره خواشينی مو دادردونکۍ او خواشينونکی خبر ترلاسه کړ چې نن د سه شنبه ورځ ۲۲/۱۲/۲۰۲۰ د غرمې روسته الحاج سمیع الدین افغانی د افغانستان وتلی شاعر، لیکوال او د وطن خواخوږی شخصیت دهغې اوږدې مودې ناروغۍ له کبله چې ورپېښه وه په آلمان کې وفات شو. انا لله و انا الیه راجعون

مرحوم الحاج سمیع الدین افغانی يوغښتلۍ قلموال، پر هيوادمين او ډير زړه سوانده شخصيت وو .

دمرحوم مړ ينه زموږ دهيواد پهعلمي اوفرهنگی ډگرکي يوه لويه ضايع بولو . 

موږ پداسي حال کي چې ددې غښتلی ليکوال او شاعر الحاج سمیع الدین افغانی دناببري مړېنې دخبر په اورېدوسره ډيرغمجن يو،مرحوم ته فردوس جنت،دکورنی پاته کسانو ،دوستانو اوعلاقمندانوته یې دزړه صبرغوښتلوسره ځانونه،دمرحوم له درنې کورنی اودقلموالوله سپېڅلی جونگړي له هريوه سره پدې لوي غم کي شريک بولو. روح دې ښادياددې ابدي وي.

دوستۍ فرهنگی ټولني دمشرتابه جر گي په استازيتوب حبيب الله غمخور