پکتیا کې ۳۱ ټنه نشه یي مواد له منځه یوړل شول.

پکتیا کې ۳۱ ټنه نشه یي مواد له منځه یوړل شول.


  • 4 کاله دمخه (23/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1244

پکتیا کې ۳۱ ټُنه نشه يي توکي له منځه یوړل شول

 

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د پکتیا ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو او هوايي ځواکونو سره یو ځای د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایاه کې يې د چرسو یو لوی کوټ شوی انبار چې ټولیزه اندازه یې ۳۱ زره کیلوګرامه کېږي، کشف او له منځه وړی دی.

 

همدارنګه وزارت وایي،  په دغو عملیاتو کې د چرسو انبار د له منځه وړلو سربېره؛ د نشه يي توکو پنځه کارخونې او د نشه يي توکو د پروسېس درې ماشینونه هم له منځه وړل شوي دي.

  

د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو په موخه یې هڅې روانې دي.