کرزی: طالبان او افغان حکومت دې له جګړو لاس واخلي

کرزی: طالبان او افغان حکومت دې له جګړو لاس واخلي


  • 3 کاله دمخه (23/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1131

 

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او اوربند وکړي.
 نوموړي له عرب نیوز سره په خبرو کې ویلي امریکا د افغان سولې لپاره هڅې پيل کړې دي او دوی یې هرکلی کوي.
دده په خبره افغانان هیله لري چې دا بهیر په صادقانه، عاقلانه او ښه توګه مخ ته یوړل شي څو په افغانستان کې د لسیزو جګړې ختمې کړي.

هغه پر طالبانو غږ کړی چې د پردیو له اغېز ځان وباسي، سوله وکړي، اوربند ته تیار شي او په دې ټوګه له نورو افغانانو سره په ګډه د خپل هېواد په جوړولو کې برخه واخلي.