د سوریې د اوقافو وزارت د افغانستان جګړه ناروا بللې

د سوریې د اوقافو وزارت د افغانستان جګړه ناروا بللې


  • 4 کاله دمخه (23/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1100

 

د سوریې هېواد د اوقافو وزارت او دیني موسسو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي،  چې د سوریې هېواد د اوقافو وزارت او دیني موسسو په افغانستان کې روانه جګړه غندلې او ناروا یې بللې ده.

مسولان وايي، د سوریې عربي هېواد د اوقافو وزارت له خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته یو پیغام لېږل شوی، چې په دې پیغام کې د افغانستان جګړه ناروا بلل شوې او پکې راغلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام مقدس دین د بدنامولو لپاره په لاره اچول شوې ده.
تر دې مخکې د فلسطین د دیني عالمانو ټولنې مشر، د بنګله دېش دیني عالمانو او مفتیانو، د مالیزیا د اسلامي یووالي بنسټ او د کویټ ځینو دیني عالمانو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.