ولسي جرګه وایي په ۹۱کوډ او پروموټ پروژو کې د فساد ادعاوو په تړاو دې څېړنې وشي.
د ولسي جرګې ځینې غړي د حکومت پر اعمالو د څارنې ځانګړي کمېسیون رامنځ ته کولو غوښتنه کوي او وایي، چې په دې کار سره به په ۹۱ کوډ او پروموټ کې د فساد د ادعاوو په اړه څېړنې ترسره شي.
وکیلانو د چهارشنبې ورځ عمومي ناستې ته د خبرو پر مهال د مشخص ځای او نيټې له شرایطو پرته د هر څه ژر بین الافغاني مذاکراتو پر پیل ټینګار وکړ ځکه دا پړاو مذاکرات به پيچلي وې چې د راتلونکي نظام څرنګوالی به یې د بحث برخه وې.
په ورته مهال ولسي جرګه کې د ننګرهار یو استازی وايي د ملي امنیت صفر دوه ځواکونو د عبدالولي په نامه د نوموړي ساتونکی وژلی او بیا یې د داعش تور پرې لګولی دی.