لغمان کې د۳۲ زره ډالرو په ارزښت د موټرو د ګوټکو د جوړولو فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

لغمان کې د۳۲ زره ډالرو په ارزښت د موټرو د ګوټکو د جوړولو فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.


  • 3 کاله دمخه (23/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1071

لغمان کې د دوه دیرش زره امریکایي ډالرو په ارزښت د موټرو ماشین د ګوټکو جوړولو کوچنې فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لغمان د قرغیو ولسوالۍ، کڅ عزیز خان په سیمه کې، د مهاجرت د نړیوال  سازمان په مالي لګښت او د کډوالو چارو ریاست په هلو ځلو د RADA برنامې  تر چتر لاندې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د ۳۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د موټرو د ماشین د ګوټکو کوچنۍ فابریکه جوړه شوه.

د لغمان مرستیال والي ددغې فابریکې د جوړولو په برخه کې له همکارو مؤسسو مننه کړې او ویلي یې دي، چې کاري فرصتونه کولای شي، په هیواد کې د بې کارۍ کچه راټیټه کړي.

د کډوالو چارو ریاست رئیس انجینر شاکرالله شاکر بیا ویلي، چې ددې فابريکې له لارې به زیاتو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم به یې نورو ولایاتو ته صادرات کیږي.

ددغې کوچنۍ فابریکې د جوړیدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې لاهم په لغمان کې د بې کارۍ ګراف پورته روان دی.