ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې ددوه منډو په توپیر بریسبین هیټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې ددوه منډو په توپیر بریسبین هیټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.


  • 3 کاله دمخه (23/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1149

د بيګ باش ليګ ١٣مه لوبه د اډيليډ سټرايکرز او بريسبين هيټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. چې په دغه لوبه کې ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

 

د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې لپاره افغان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان ۲ ویکټې ترلاسه کړې. 

 

د بریسبین هیټ لوبډلې سره چې افغان لوبغاړی مجیب الرحمن هم لوبېده نوموړي په ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړه.

 

د بریسبین هیټ لوبډلې  هدف ته درسېدو لپاره په ټاکلو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې او د ۲ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

 

د یادونې وړ ده، چې د دغه لیګ راتلونکې لوبه د سډني تنډر او میلبون رینیګاډز لوبډلې ترمنځ به د ډسمبر په ۲۶مه نېټه ترسره شي، همدارنګه په همدې نېټه به د سډني سیکسرز او میلبون سټارز لوبډلو ترمنځ به هم لوبه ترسره کېږي.