د هلمند امنیتي مسوولین وايي ددغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو د یو قوماندان په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د چاذواکو په وینا ددغو عملیاتو پر مهال د وسله والو څلور ميله کلاشينکوفونه, دوه ميله ام ۱۶, یو قبضه راکټ انداز او يو ميل پيکا هم له منځه وړل شوي.
همدارنګه لسګونه کړي مختلف ماينونه چي د وسله والو لخوا پر عامه لارو ځای پر ځای شوي وو د افغان ځواکونو لخو کشف او له منځه وړل شوي.
د يادونې وړ ده چې د يادو عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو ته هيڅ زيان ندی رسيدلي.