هیواد کې وضعیت د خرابیدو په حال کې دی

هیواد کې وضعیت د خرابیدو په حال کې دی


  • 4 کاله دمخه (24/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1109

د جمعیت ګوند اجرایوي مشر عطا محمد نور نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په ټول هېواد کې وضعیت په خورا چټکۍ د خرابېدو په حال کې دی خو حکومتي چارواکي یې په مدیریت کې پاتې راغلي.

دده په وینا که حکومتي چارواکي وضعیت نه شي کنټرولولی نو جهادي مشران تیار دي چې د مقاومت دویمه دوره پیل کړي.

دده په خبره سوله ورته لومړیتوب ده خو که ځینې کړۍ د سولې د تخریب هڅه کوي دوی اړ دي چې د مقاومت جبهې تازه کړي.

عطا محمد نور دغه راز پر امنیتي میثاق هم نیوکه وکړه او په خبره یې د حکومت دې کار نه یوازې دا چې وضعیت ښه کړی نه دی، بلکې حالت د خرابۍ لور ته روان دي او څو کسان په دې پروسه کې خپلو حریفانو ته په دوسیه جوړولو او خنډ جوړولو لګیا دي.

نور دغه راز وایي چې د هېواد په ټولو شمالي ولایتونو کې بهرني جنګیالي لیدل کېږي چې دا مسئله تر هر څه ډېره د اندېښنې وړ ده.