په دو ژبو غږيدل د انسان د مغزو ساتنه کوي -نوې څېړنه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شرف الدين عظيمي
  • 1280

د پوهانو د څيړنو پربنسټ پر دو ژبو غږيدل، تسلط پرې درلودل د لوړ عمر او زړبوډۍ پر محال دمغزو ساتنه کوي .
کاناډايي پوهانو په يوه نوې څيړنه کې موندلي هغه کسان چې له وړکتوبه په دوو ژبو خبرې کوي نظر هغو کسانو ته چې يوازې په يوه ژبه پوهيږي ډيرلږ له مغزي کم ځواکۍ سره مخ کيږي .
پر ماشومانو پخواينو څيړنو دا څرګندوله چې دماشوم دوه ژبيتوب دهغوي خلاقيت اود نوښت مهارتونه زياتوي خو تر اوسه پر دوژبو د خبرو کولو د وړتيا اغيزه نه وه څرګنده شوې .
دا وروستۍ څيړنه چې پر ۱۵۰ لوړ عمر کسانو چې نيم يې په دوژبو پوهيدل او نيم يې نه پوهيده تر سره شوه  او ويې ښوده چې د دوو ژبو د کسانو غبرګون چې تر ۶۰ کلونو هم لوړ وه نظر هغو ځوانانو ته چې په  يوه ژبه پوهيدل لږ نه وه او دا چې په دوو ژبو غږېدل ولې د مغزونو کړوړه ښه کوي،لامل يې  لا ښه نه ده څرګند او بې له شکه چې په دوو ژبو غږېدل د مغزوپه فعاليت اغيزه لری.
پردې دليل نو ويلی شو چې ګټه يې يوازې هغه وخت موږ ته رسيږي چې په يو وخت پر دواړو ژبو خبرې وکړي .
دغې څيړنې پايلې دروان پوهنې او زړبودۍ په يوه  بهرني خپرونه کې خپرې شوې چې ددغه کار يوه ښه بېلګه زموږ ټولنه افغانستان ده چې ډير کله داسې پښيږي چې په يوه وخت سړی پښتو او دري دواړه وکاروي . دبېلګې په توګه کابل او ...
نوې څيړنه
چاغښت اوخواشينۍ څه تړاوسره لري
شرف الدين عظيمي  
د چاغښت او خواشينۍ د تړاو په اړوند پخوانۍ څيړنې هم ټينګار کوي او په ټوليزه توګه ليدل کيږي چې ډيري چاغ کسان خواشيني لري اوله ډير وزن څخه سر ټکوي او چاغيږي او جالبه دا چې ډيرى  خواشيني کسان وايي چې له ډوډۍ خوړلو وروسته لازامښ مومي او همدا دليل کيدی شي چې هغوی بې له دې چې لوږه احساس کړي په لاشعوره (ناخوداګاه ) توګه خواړه خوري او د چاغښت لامل يې ګرځي.
د بدن په بيلابيلو برخو کې د چاغښت علامې ستاسو په خلق اغيزه کوي؟
زه په دې باوريم چې ځواب به هو وي نو جام جم انلاين ديوه ريپوټ پر بنسټ په دې وروسنيو کې په دې اړوند بو نوې څيړنه تر سرشوې چې له تاسو سره به يې شريکه کړم .
د هالنډي پوهانو يوه څيړنه چې ۵کاله بې پرې تېرکړي ښبي چې خواشيني د انسان د بدن د خيټې په برخه کې چاغښت امکان ډيروي دا په داسې حال کې چې تراوسه د خواشينۍ او د بدن د عمومي چاغښت په اړوند تړ او يا اړيکې شتون نه درلود. دد ې څيړنې پايلې د دې خبری څرکندويي کوي چې کيدی شي د خواشينۍ يو ځانګړی خزبولوژيکي ميکانيزم د خيټې د برخې د غوړو ټولګه سره تړي ، همداراز دا پايله کولی شي د دې خبرز لپاره يو قانع کوونکی دليل وي چې ولې د شکرې او زړه د ناروغۍ ګواښ خواشينو کسانو کې ډيريږی .
دغه څيړنه چې د ۵ کالو په موده کې پردوزره ۲۰۰۰ روغو کسانو چې خپل ورځنيي کارونه يې په ښه توګه سرته رسول تر سره شوي او څرګندوي چې هغه کسان چې د خواشينۍ نښانې لري د خيټې په برخه کې يې د غوړوټولګه نظر همځولو ته چې د خواشينۍ نښانې يې په څيړه که نه ښکاريږی ډيره ده .
په دغه څېړنه کې د چاغښت د معلومولو لپاره له BMI ډوله الې او د خېټې او ملاد چاغښت د معلوملو لپاره د سې ټي سکڼ له الجا څخه کار اخيستل شوی دغه څيړنه په ټوليزه توګه ښيي چې خواشيني د خيټې د غټيدو يا چاغيدوګواښ دوبرابره ډير وي او د بدن په عمومي چاغښت کې لاڅه نه دي ليدل شوي.
دغه خبره کيدی شي يو بيولوژيکي لامل ولري چې دعلت موندل بې نورو ډيرو څيړنو ته اړتيا لړي.
سربيره پردې بايد ووايم چې د خيټې د غټيدو چاغښت يا د غوړوراټوليدنه يو له هغو خطرناکو غښتونو څخه ده چې د مينابوليږی او زړه او شريانو دنارغيو په راپيداکيدو او ډيريدو کې يوه ځانګړې ونده لري .
د پروتنيو مطالبو پايلې ته په نظر کولو ويلي شو چې د خيټې له غتيدو څخه مخنوی چې نورو بيلابيلو ناروغيو سببونه هم برابروي د يوه ځانګړي اهميت لرونکې خبره دی .
د ژوند د طريقې بدلونونو ښه توب او منظلم ورزشي تمرينو په دغو ناروغانو کې نه يوازې دا چې د خواشينو ناروغانو د خلق په بدلون کې اغيزه لری بلکې د خيټې له غټيدو څخه هم په جدي توګه مخنيوی کوي .
سربيره پردې د خواشينو ناروغنو په درملنه کې کولی شو چې د هغوی خلقي اشتهاهم راټيټه کړو او د چاغيدو څخه يې مخنيوی وکړو
دوينې فشار دذهن دسستوالي لامل ګرځي
نوې څيړنه:
 شرف الدين (عظيمي)  
په امريکا کې د ورستيو څيړنو پر بنسټ د وينې د فشار ناروغۍ د لوړ عمر په کسانو کې ذهن د سستوالي لامل ګرځي .
د شمالي کاروليناي پوهنتون څيړونکو دې پايلې ته رسيدلي چې که د وينې فشار لوړ وي د مغزونو ذهني فاعليتونه سستوي .
د دغو څيړنو مسوول جيسن آلير ويلي دي : « وروستۍ موندنې ښيي چې که د وينې فشار کنترول نشي نو کيداي شي چې د لوړ عمر په کسانو مغزونه له حده ډېر سست شي .
کارپوهان ټينګار کوي چې د وينې د فشار د ميکانيزم اغيزه لاتر آوسه په کره توګه د ذهن په سستوالي کې نه ده څرګنده شوې خو وروستۍ څيړنې کيداي شي د وينې د فشار د کنترولو لپاره يوه کره لامل وه اوسي .
ځينې ډاکټران وايي چې د دغو پايلو د لاښو لاسته راوړلو لپاره بايد نورې څيړنې هم ترسره شي .
ساروات چادهري د يل پوهنتون د داخلې ناروغيو پوهنيار وايي چې د دغې پايلې لپاره نورې څيړنې بيخي ضروري دي .
د وينې د فشار د ناروغۍ په نړۍ کې يوه له هغو ناروغيو څخه ده چې د مغزونو او زړه د دريدو (سکتې) او د شريانونو د تصلب (ټينګيدو) لامل هم ګرځي .
ځينې وختونه چې د وينې فشار لوړ شي د سر د شاتنۍ برخې د درد له پزې څخه د وينې د تلو او مغزي سکتې لامل ګرځي او ډير وختونه خو د وينې د فشار د ناروغۍ لپاره کومې ځانګړې نښانې نه ښکاري او همداسې نه پيژندلې پاتې کيږي .
د نور تازه پايلو لپاره زموږ په تمه وه اوسي موږ به ضرور دغه خبر تاسو سره شريکو په ځانګړې توګه هغو کسانو سره چې د وينې د فشار ناروغي لري .
پنیرک د زړه د ځواکمنیا لامل ګرځي
 شرف الدین عظیمي  
د پنیرک کارونه په ورځنیو خوړو کې د زړه د ځواکمنتیا او له ناروغیو څخه د خلاصون لامل ثابت شوی .
د پنیرک کومې وړې دانې دننه په کې دي  له ډیرو ګټورو موادو څخه برخمنې او له خوراکي فایبرونو څخه ډکې دي چې د وینې د کلسترول د راټیټولو لامل ګرځي .
څیړوونکي د ۱۶ زرو کسانو د خوړو په څارولو په ټوله نړۍ کې له ۲۵ کلونو څخه راپدې خوا دې پایلې ته رسیدلي چې هغه کسان چې دغه خوراکي ماده په ورځنیو خوړو کې کاروي ۸۲ سلنه له هغو کسانو څخه چې دغه ماده نه خوري ناروغیږي او هغوی چې دغه ماده نه کاروی  د زړه په ناروغیو د اخته کیدو چانس یې ډیردی .
او دا ناروغي داسې یوه ناروغي ده چې ټوله نړۍ سر ترې ټکوي .