پکتیکا کې د  چاودنې مخنیوی وشو

پکتیکا کې د چاودنې مخنیوی وشو


  • 3 کاله دمخه (25/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1018

د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکي وایي پولیسو نن ددغه ولایت په وازیخوا ولسوالۍ کې یو موټرسایکل چې چاودیدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي وو نیولی.

د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو غوښتل دغو چاودیدونکو توکو ته د یادې ولسوالي په بازار کې چاودنه ور کړي خو هدف ته له رسیدو مخکې کشف او شنډ شو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.