نن سهار کابل ښار کې درې پرله پسې مقناطيسي ماین چاودنې وشوې.
د کابل پولیس وایي لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل ښار اتمې حوزې اړوند حضوري چمن سیمه کې مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې، خو چاته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
د پولیسو په وینا دویمه چاودنه د شپږمې حوزې اړوند د فیض محمد کاتب پر سړک د پولیسو پر رنجر شوې چې له امله یې دوه پولیس ټپيان شوي.
دغه راز دریمه چاودنه د دهبوري سیمه کې د پولیسو پر رنجر موټر شوې خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته.
ددغو چاودنو پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.