عبدالله عبدالله وایي، اړتیا ده چې خپل منځي خبرې پخپل وخت پیل شي.

عبدالله عبدالله وایي، اړتیا ده چې خپل منځي خبرې پخپل وخت پیل شي.


  • 3 کاله دمخه (26/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1127

 د ملي مصالحې مشر وایي مذاکرات دې پخپل وخت پیل شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د ملې مصالحي عالي شورا په دوهمه غونډه  کې وویل، چې د ځای پر سر ناندرۍ دې د سولې خبرې نه ځنډوي. نوموړي ویلي افغانان د سولې تږي دي او اړتیا ده، چې ژر یوې خپل منځې سولې ته ورسیږو. عبدالله عبدالله وایي، چې یو دروند مسؤلیت یې په اوږو بار دی، ترڅو د خبرو له لارې سولې ته ورسیږي. هغه د افغان حکومت له لوري ټاکل شوی پلاوی  پیاوړی بللی او ویلي یې دی، چې افغان پلاوی کولای شي د افغانستان له ګټو په بشپړ ډول دفاع وکړي.