د کرونا پراختیا؛
هیواد کې ۸۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.
د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د کرونا وبا ۸۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې سره په ټول هیواړ کې په یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۵۱ زره او ۸۴۷ ته ورسید.
د وزارت په خبره په همدې موده کې پر دغه ویروس اخته لس تنه مړه شوي او ۲۶۰ نور هغه یې بېرته رغیدلي.
په دې وروستیو کې په هیواد کې د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوي، چې یو شمیر اندیښنې یې هم راپورته کړي