آیا تاسو پوهیږئ؟
څنګه ځان د بریاوو تر پولو ورسوؤ؟
لیکنه: عبدالباسط جهاني
هر انسان ممکن، په ژوند کې دبریاوو ترڅنګ ګڼې ماتې هم تجربه کړي وي، هغه انسان چې په ژوند کې ډیرې ماتې تجربه کړي، یو عمده علت/سبب یې داده چې په ژوند کې د بریا هیلې نه لري، او دا جملې تل له ځان ســـره تکراروي:
((زه یې نشم کولی، زما له توان څخه پورته ده)).
او برعکس هغه کسان چې تل د خپلو بریاوو په اړه سوچ کوي، خپل تیر شوي بریاوې په یاد راوړي،لکه په صنف کې اول نمره کیدل، د مکتب څخه فراغت،کانکور کې کامیبدل، او په صنف کې ښه نمرې اخیستل... او نورو بریاوو په اړه سوچ کوي.
د انسان په عصبي سیستم کې د لیمبیک Limbic په نامه یو ډول احساسي هورمون وجود لري، ددې هورمون دنده دا ده چې:
د تیرو خاطراتو/یادونو څخه بیلګه/کاپي اخلي، که چیرې تاسو د تیر ناکامیو په اړه سوچ کوئ، نو لیمبیک هورمون د ناکامیو بیلګې اخلي، او د انسان نور احساسي هورمونونه د ناکامیو په لور سوق کوي، بلاخره انسان ناکامیږي.
خو برعکس هغه کسان چې د تیرو بریاوو په اړه سوچ کوي، او خپل تیر شوي بریاوو جشن په خپل احساساتو کې لمانځي، نو د لیمبیک هورمون د بریاوو بیلګه/کاپي را اخلي، او د انسان نور احساسي هورمونونه د بریاوو په لور سوق کوي، بلاخر تر دې چې انسان د بریاوو تر پولو رسوي.
تل مثبت فکر وکړئ، ژوند به مو روښانه وي.