د امریکا د ایلینایس ایالت راکفورډ سیمه کې د شنبې ماښام د ډزو له امله درې کسه ووژل شول.
د ان بي سي امریکایي رسنۍ د راپور له مخې د دې هیواد په ایلیناس ایالت راکفورډ سیمې پر یو باولینګ لوبغالي ډزې وشوې چې له امله یې درې کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
د ان بي سي د راپور له مخې، ددې پیښې له امله د سیمې پولیس یو مشکوک کس ونیوه او د څیړنې لاندې دی.
ویل کیږي ټپي شوي کسان ټول ځوانان دي او د پیښې لامل لا تراوسه معلوم شوی ندی.
د سیمې پولیسو وویل، د پیښې په تړاو یو ۳۷ کلن سپین پوستی سړی چې دوې پرې مشکوکه وو نیول شوی او تر تعقیب لاندې دی.