پاکستان وایي، افغانستان سره په کړو ژمنو کلک ولاړ یو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري ویلي، پاکستان له افغانستان سره د سولې او ثبات لپاره پخپلو ژمنو ولاړ دی. چوهدري ویلي، مونږ له خپلو ژمنو نه اوړو خو په افغانستان کې د یو شمیر افغاني کړیو منفي تبلیغاتو اندیښمن کړی یو.ذاهد چوهدري وایي، سره له دې چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه په افغان سوله کې د پاکستان هڅې ستایي، خو یو شمیر رسمي او غیر رسمي کړۍ د پاکستان خلاف منفي تبلیغات کوي، چې دې چارې مونږ اندیښمن کړي یو. چوهدري دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په ټولیزو رسنیو کې د ملابرادر هغې ویډیو چې د پاکستان په یو روغتون کې له ټپي طالبانو سره ګوري د ګڼ شمیر افغانانو سخت منفي غبرګونونه راوپارول.