ولسمشر غني وایي، د مدني ټولنې پر غړو، سیاسي شخصیتونو او د رسنیو پر کارکوونکو هدفي بریدونه د زغم وړ نه دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د وسله وال پوځ اعلی سرقومانداني ناسته کې په دې اړه خبرې کړې او امنیتي ادارو ته یې سپارښتنه کړې، چې د یادو تروریستي پېښو عاملینیو د پېژندنې او مجازاتو په موخه لازم اقدامات وکړي.
اشرف غني همدا راز یادو ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې د مدني ټولنې له بنسټونو او د هیواد رسنیو سره په مشوره د دغه راز ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه له ټولو شته امکاناتو استفاده وکړي.
ولسمشر ویلي، دغه هدفمند بریدونه پر هغو کسانو کېږي چې د نوي افغانستان استازیتوب کوي او د دموکراسۍ، جمهوریت او بیان ازادۍ رسا غږ دی او د افغانستان حکومت لپاره د زغملو وړ نه دي.