بامیان کې د غره ښویدو ۱۵ تنه ټپیان کړل

بامیان کې د غره ښویدو ۱۵ تنه ټپیان کړل


  • 3 مياشتي دمخه (29/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 92

د بامیان ولایت چارواکي وایي تیره شپه ددغه ولایت د یکاولنګ حصه دوم ولسوالۍ په دهن غار کلي کې د غره د ښویدو له امله شاوخوا ۱۵ تنه ټپيان شوي او د استوګنې یو شمیر کورونه ویجاړ شوي.

د چارواکو په وینا د غره ښویدنې په پیښه کې د ۱۵ ټپیانو له ډلې د ۸ هغو روغتیايي وضعیت نازک دی.

مسوولین وایي ددغې پیښې له امله په سیمه کې اوبه او بريښنا هم پرې شوې او دغه راز ۵ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او څو نور هغه په  قسمي ډول زیانمن شوي دي.

د مسوولینو په وینا له زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره به ډیر ژر سیمې ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ولیږي.