جام منار د اسلامي نړۍ فرهنګي میراثونو کې ثبت شو

جام منار د اسلامي نړۍ فرهنګي میراثونو کې ثبت شو


  • 3 کاله دمخه (29/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1035

 

بهرنیو چارو وزارت وایي چې د غور ولایت جام منار د اسلامي نړۍ په فرهنګي میراثونو کې ثبت شو.

بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي نړۍ د روزنیز، علمي او فرهنګي سازمان (ایسیسکو) د فرهنګي میراثونو کمیټې د خپلې دریمې فوق العاده غونډې په ترڅ کې د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې د جام  منار له ثبتولو سره هوکړه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې دغه ناسته چې د ډسمبر په لسمه ترسره شوه له ارزونو وروسته یې د شپږو هیوادونو له هغې ډلې متحده عربي امارات، افغانستان، یمن، فلسطین، مراکش او عمان ۲۲ فرهنګي اثار ثبت کړل.

د جام منار په ۲۰۰۲ کال کې د یونسکو سازمان د نړیوالو فرهنګي میراثونو په نوملړ کې شامل شوی وو.