د لوګر ازره کې ۳ جوماتونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د لوګر ازره کې ۳ جوماتونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


  • 8 مياشتي دمخه (29/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 222

د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۸ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت  ۳ جوماتونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

یاد جوماتونه چې د ازرې ولسوالۍ د ببرو،کوزې چوترې او اکبرخېلو سیمو کې د دوه کلونو په موده کې په پاخه او اساسي توګه جوړ شوي، یو جومات یې په دوه پوړونو کې او دوه نور یې په یو پوړ کې جوړ شوي.

دغه راز پر دغو ۳ جوماتونو څه باندې ۱۸ نیم میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د حج او اوقافو وزارت له لوري ورکړل شوي.