فراه کې د ۲۶ وسله والو وژل کیدل

فراه کې د ۲۶ وسله والو وژل کیدل


  • 3 کاله دمخه (31/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1347

 

ملي دفاع وزارت وايي افغان ځواکونو په فراه ولایت کې هوايي عملیات ترسره کړي چې له امله یې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو دغه عملیات د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان کلي او د مرکز په برنګتوت سیمه کې ترسره کړي چې له امله یې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د خبرپاڼې له مخې ددغو عملیاتو په ترڅ کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.