د کابل پولیسو یو کس د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیولی.

د کابل پولیسو یو کس د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیولی.


  • 3 کاله دمخه (31/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1113

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کابل ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت اولسمې ناحیې اړوند خیرخانې کوتل په دروازې کې یو لړ کشفي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې یو کس د نږدې ۲۵ کیلوګرامه هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولی دی. 

 

وزارت زیاتوي، چې دغه کس نشه یي توکي په ماهرانه ډول په یو عراده بار وړونکي موټر کې خوندي کړي وو او له تخار ولایت څخه یې کابل ته قاچاق کړي وو، چې د پولیسو د کشفي اقدام په پایله کې تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.

 

د یادولو ده، چې د نیول شوي کس نسبتي دوسیه تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې ده.