د ملي امنیت لوی ریاست وايي د الجزیرې خبریال او غزني کې د خبریالانو د ټولنې پر رییس رحمت الله نیکزاد د برید عاملین نیول شوي.
د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو یې د نیکزاد د وژنې په تور د حمیدالله او ذکرالله په نوم دوه وسله وال طالبان چې د پنځه زره طالبانو په لیست کې له زندان څخه خوشې شوي وو نیولي دی.
د خبرپاڼې له مخې دغه کسان له خوشې کیدو وروسته په غزني ښار کې د طالبانو د هدفي ترورونو له مسوول قاري عبید سره یوځای شوي وو.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه کسان د رحمت الله نیکزاد، یو قاضي او دغه راز د مستوفیت د دوه کارکوونکو په ترور کې لاس لري.
ملي امنیت وایي یادو کسانو په لومړنیو څیړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.