عثماني: استعفا مې نه ده ورکړې ولسمشر ګوښه کړی یم

عثماني: استعفا مې نه ده ورکړې ولسمشر ګوښه کړی یم


  • 3 کاله دمخه (31/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1096

د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني چې نن یې کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې د خپل ګوښه کیدو په تړاو معلومات شریک کړل.

عثماني وايي د مرغومې په ۱۱ یې دفتر ته د چارو ادارې د لوی ریاست له خوا یو لیک ورغی چې پکې د نوموړي د استعفا او ګوښه کیدو یادونه شوې وه.

د عامې روغتیا وزیر وایي تر اوسه یې استعفا نه ده ورکړې خو ولسمشر غني تیره ورځ ترې غوښتي چې استعفا ورکړي، خو نوموړي نه ده منلې او دا یې د ځان پر وړاندې یوه سیاسي توطیه بللې ده.

نوموړی وایي نن سهار ولسمشر یو ځل بیا په ټيلیفون کې ورته ویلي چې له خپلې دندې استعفا ورکړي.

د عامې روغتیا د وزیر د ګوښه کیدو موضوع له هغه دوه ورځې وروسته رسنیزه شوه چې په یاد وزارت کې وزیر ته نږدې څلور کسان په مالي فساد تورن شول.